سياستمهم خبرونه

امارات خپل نوی کاردار کابل ته واستاوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د متحده عربي اماراتو نوی کاردار، سیف محمد الکتبی، خپل اعتبارلیک کابل ته رسولی او دا یې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلی دی. دا لیدنه د دوشنبې په ورځ ترسره شوې او پکې متقي د سوداګریزو همکاریو پراختیا او افغان وګړو ته د ویزې د اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې دغه دنده د عیسی سالم محمد الظاهري په غاړه وه چې له ۲۰۱۸ کال د سپتمبر میاشتې راپدیخوا د اماراتو د استازي په توګه په کابل کې دنده ترسره کوله. اوس چې نوی کاردار پېژندل شوی، د طالبانانو له ادارې سره د اماراتو د دیپلوماتيکو تماسونو نوې مرحله پیل شوې ده، که څه هم ابوظبي تر اوسه دغه اداره په رسمي ډول نه ده په رسمیت پېژندلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، د دواړو اړخونو تر منځ د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره فرصتونه شته چې باید ګټه ترې واخیستل شي. دغه وزارت همدارنګه ویلي چې طالبان له اماراتو سره د اقتصادي اړیکو د ژورولو هیله لري.

له بلې خوا، خبرپاڼه زیاتوي چې د اماراتو نوی کاردار د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره پلانونه لري. نوموړي د طالبانو ادارې ته ویلي چې په دې برخه کې به عملي کار پیل کړي.

سره له دې چې امارات تېر کال د طالبانو ادارې استازي ته په ابوظبي کې اعتبارلیک ورکړی و، خو دا اقدام د رسمي پېژندنې معنا نه لري. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې دمه له طالبانو سره د وروستي ملاقات په اړه هیڅ رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د طالبانو د چارواکو او د اماراتي چارواکو ترمنځ پرلپسې تماسونه، د ابوظبي له خوا د رسمي دریځ له اعلان پرته، د نړیوالې دیپلوماسۍ په ډګر کې د طالبانو ادارې ته د غیر رسمي مشروعیت ورکولو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button