د ایران د سوداګرۍ او صنعت پلاوی د کابل نړیوال نندارتون کې ګډون کوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ څلورم نندارتون د کابل په ښار کې پیل شوی، چې پکې د ایران د اسلامي جمهوریت یو پلاوی چې د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنیزو خونې استازي او مسؤلان پکې شامل دي، کابل ته رسیدلي دي.
د ایران سفارت په کابل کې د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دا پلاوی د افغانستان سره پر پوله پرتو ولایتونو د سوداګرۍ خونو مشران او مدیران دي. د سفارت له قوله، د دې سفر موخه په دې اقتصادي پیښه کې فعاله ونډه اخیستل دي.
د نندارتون تنظیم کوونکي وايي چې یاد نندارتون به سبا رسمي پرانیستل شي او تر دریو ورځو پورې به د خلکو پر مخ پرانیستی وي. د دوی په وینا، دغه نندارتون به تر د عقرب میاشتې تر ۲۹مې نیټې پورې دوام وکړي.
د ایران سفارت همداراز څرګنده کړې چې ایران په دې نندارتون کې د ۴۰ غرفو او ۱۰۰ سوداګرو په ګډون، تر ټولو ستر ګډون کړی دی. دا پراخه ونډه د تهران هغه هڅې منعکسوي چې غواړي خپل اقتصادي حضور په افغانستان کې پراخ کړي، په ځانګړي توګه د طالبانو د ادارې د منزوي کیدو او جوړښتي بحران په شرایطو کې.
په افغانستان کې د بهرنیو پلاویو اقتصادي فعالیتونه داسې مهال روان دي، چې خپلواکي اقتصادي ادارې د شفافیت نشتوالی او د طالبانو د ادارې لهخوا د امنیتي فضا حاکمیت د خصوصي سکتور پر وړاندې عمده ستونزې ګڼي.




