دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې واکسیناسیون نوې کمپاین په ۱۷ ولایتونو کې پیلیږي

د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې د ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون نوې دوره به د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۳مه، په ۱۷ ولایتونو کې پیل شي.

دغه روغتیایی کمپاین به د کابل، بلخ، کندز، هرات، نورستان، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزگان، کندهار، هلمند او فراه ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي. خو تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې کمیا‌ن کې به څومره ماشومان واکسین شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، تر اوسه سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي: یوه په لويديځ بادغیس ولایت کې او بله په جنوبي هلمند ولایت کې. دا شمېرې ښيي چې د فلج ناروغي یا پولیو لا هم په بشپړ ډول له افغانستانه نه ده له منځه تللې.

سره له دې چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د واکسین پروګرامونه حیاتي بلل کېږي، خو د طالبانو د ادارې له خوا لګیدلي محدودیتونه د روغتیایي ټیمونو لاسرسی ځينو سیمو ته محدود کړی او د دا ډول روغتیایي کمپاینونو پراختیا یې راکمه کړې ده.

روغتیایي کارپوهانو وار له مخې دا اندېښنه څرګنده کړې چې که چیرې د واکسیناسيون پروګرامونه منظم نه تطبیق شي او روغتیایي فعالیتونو ته خنډونه ایجاد شي، نو دا به د پولیو ناروغۍ بیا پراخېدا ته زمینه برابره کړي. دوی زیاتوي چې د دې حالت پړه مستقیماً پر طالبانو ده، ځکه چې د ځینو نجات‌بښو روغتیایي پروګرامونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button