سياستمهم خبرونه

امرالله صالح: پاکستان له جعلي روایتونو سره طالبان کابل ته ورسول

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال، وایي چې جنرال پرویز مشرف، د پاکستان پخوانی د ارتش مشر او پخوانی واکمن، د اسلام‌اباد د څو اړخیزې ستراتېژۍ په جوړولو کې د افغانستان پر وړاندې یوه کلیدي څېره وه. هغه لوبه چې پکې پاکستان له لوېدیځو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کولې، خو له بلې خوا یې طالبان او نور سخت‌دریځي ډلې د خپلو جیوپولیټیکي اهدافو لپاره پیاوړي کول.

صالح وایي، دوه عمده عوامل وو چې لوېدیځ یې د پاکستان پر دغو دوه‌مخیزو سیاستونو غلی وساته: لومړی دا چې پنټاګون د پاکستان د اټومي وړتیاوو په مدیریت کې ونډه لري، او دا کار سبب شو چې لوېدیځ د پاکستان له نورو اعمالو سترګې پټې کړي؛ دویم دا چې تر هغه وروسته چې اسامه بن لادن ووژل شو، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) له طالبانو سره یوه غیرعلني اوربند رامنځته کړ، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا د تلفاتو د کمېدو لامل شو.

نوموړي د ناتو پر پخوانیو تګلارو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې حتی د جمهوریت د سقوط تر وروستیو ورځو پورې ناتو د افغانستان له مشروع حکومت سره د چاودیدونکو وسایلو د تجهیزاتو مخنیوی کاوه، خو طالبانو ته دغه وسایل پرته له خنډه رسېدل او هغوی خپل بریدونه پراخ کړي وو.

صالح ټینګار وکړ چې یو له بریالیو اقداماتو څخه د پاکستان له خوا، د افغانستان د قومي وضعیت په اړه د جعلي روایتونو جوړونه وه؛ داسې روایتونه چې قومي اختلافات‌یې غځول او د افغانستان د نفوس او امنیتي ځواکونو کې د ځانګړو قومونو د ونډې په اړه ناسم معلومات خپرول. هغه دا ادعا بې‌اساسه وبلله چې ګواکې په پوځ کې پنځه سوه جنرالان له پنجشېر څخه دی، او ویې ویل، هېڅوک نه‌شي کولای څو د هغو نومونه واخلي.

هغه وایي، پاکستان وکولای شو چې د کورنیو او بهرنيو سخي سرچینو په ملاتړ طالبان کابل ته ورسوي. صالح زیاتوي چې اوس د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د خرابېدو پر علت جلا بحث او تحلیل ته اړتیا ده.

په پای کې، صالح په یو ډول خوږه طنز سره وویل چې ښايي هغه ازارونه چې ده پرویز مشرف ته رسولي وي، د ده د مړینې له عواملو څخه وي، او له دې امله ‌یې ځان خوښ احساسوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button