نړیوال

ژایر بولسونارو د الکترونیکي پابند لرې کولو هڅې له امله بېرته نیول شوی

د برازیل پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د خپل کورني حبس پر مهال د الکترونیکي پابند د لرې کولو هڅې له امله بیا نیول شوی دی. د برازیلي رسنۍ «جي وان» د راپور له مخې، بولسونارو کوښښ کړی چې د تخنیکي وسایلو په کارولو سره خپل الکترونیکي پابند لرې کړي، چې دا کار د کورني حبس د شرایطو خلاف دی.

راپورونه وايي، د پولیسو له مخې، بولسونارو هڅه کړې چې د یوه هویه په وسیله د پابند قفل خلاص کړي، چې له امله یې د خبرداری سیستم فعال شوی او امنیتي چارواکي پر خبر شوي. اوس دا پابند د تخنیکي ارزونې لپاره اړوندو ادارو ته استول شوی، او بولسونارو تر توقیف لاندې دی.

د بولسونارو وکیل تایید کړې چې د هغه موکل د شنبې په ورځ د فدرال پولیسو له خوا نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هغه وکیلانو یوه ورځ وړاندې، یعنې د جمعې ورځ، غوښتنه کړې وه چې د بولسونارو ۲۷ کلن بند دې په کورني حبس واړول شي. هغوی د نوموړي د خراب بدني وضعیت او سختو ناروغیو یادونه کړې وه.

ژایر بولسونارو چې ۷۰ کلن دی، د ۲۰۲۲ کال د ولسمشر لولا داسیلوا پر ضد د ناکامې کودتا د مشرتابه له امله مجرم پیژندل شوی. د محکمې د اسنادو له مخې، بولسونارو د یوې ډلې مشري کړې ده چې د اوسني ولسمشر، د هغه د مرستیال او د برازیل د یوه لوړپوړي قاضي د ترور هڅه یې لرله. څو تنه نظامي چارواکي او یو پولیس هم له دې دسيسې سره په تړاو د بند سزاوې ترلاسه کړې دي.

د بولسونارو محاکمه د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ جدي غبرګون راپارولی دی. د ټرمپ د دې غبرګون په پایله کې، امریکا پر ځینو برازیلي توکو ۴۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کړې وه. سره له دې، د واشنګټن او برازیلیا تر منځ ترینګلتیا د ډیپلوماتیکو هڅو له مخې راکمه شوې، او تېره پنجشنبه متحده ایالاتو پرېکړه وکړه چې د برازیل د غوښې او قهوې صادراتو ته لګېدلي اضافي تعرفې له منځه یوسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button