په ارغنداب زابل کې د اوبو رسونې نوې شبکه د یونیسف په مرسته پرانیستل شوه

په زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د لویکاریز په کلي کې یوه نوې د اوبو رسونې شبکه د یونیسف په مالي مرسته او د کلي د پرمختیایي شورا په تخنیکي همکاری فعاله شوه. دا پروژه چې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له خوا مالي تمویل شوې، د شپږو میلیونو افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.
د طالبانو تر ولکې لاندې د زابل د کلیو پراختیا ریاست وايي، دا شبکه د ۶۰ زره لیټره اوبو د زېرمې وړتیا لري او د ۲۷ لمریز پینلونو په نصب سره خپله اړینه انرژي ترلاسه کوي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، له دې شبکې سره د دغه کلي ۱۲۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
دا چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د عامه خدمتونو او روغتیايي آسانتیاوو کموالی ورځ تر بلې زیاتېږي، د څښاک اوبو برابرول د محل اوسېدونکو ته یوه مثبته لاسته راوړنه بلل کېږي. خو دا اندېښنې لا هم پر ځای دي چې د طالبانو د یوطرفه او تړلي حکومت په شرایطو کې د دا ډول پروژو شفافیت، د بودیجې د لګولو څرنګوالی او څارنه څنګه تر سره کېږي.
تر دې وړاندې، د زابل ولایت په ډېرو ولسوالیو او د افغانستان جنوب کې د څښاک اوبو کموالی د عامه خدمتونو د وړاندې کولو یو ستر خنډ ګڼل شوی و. سره له دې چې نړیوالې ادارې لکه یونیسف له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي، خو بیا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې رول برجسته پاتې شوی، چې دا د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي جوړښتونو د کمزورتیا څرګندونه کوي.




