ایران ۲۱۱ افغان بنديان بېرته هېواد ته وسپارل

د طالبانو ادارې اعلان کړی چې ۲۱۱ افغان زندانیان د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته انتقال شوي دي. دا انتقال د ایران او طالبانو تر منځ د یوې هوکړې پر بنسټ او د ایران د عدليې وزارت او د زندانیانو د انتقال ځانګړې کمېټې په همکارۍ تر سره شوی دی.
د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان سفارت په تهران کې ویلي، یاد بنديان، چې د بند سزاوې یې ترلاسه کړې وې، د دواړو لورو تر منځ د مخکنۍ هوکړې له مخې بېرته هېواد ته سپارل شوي دي. د دوی د جرمونو ډول او نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.
په دې خبرپاڼه کې د ایراني ادارو له خوا د انتقال د بهیر اسانه کولو له امله مننه شوې، خو له رسېدو وروسته د بنديانو د حقوقي وضعیت او برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي؛ چې دا کار د بشري حقونو د نهادونو او د بندیانو د کورنیو اندېښنې راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرې اوونۍ هم راپور ورکړل شو چې له عراق او پاکستان څخه له ۵۰۰ ډېرو افغانانو، چې هلته زندانيان وو، بېرته هېواد ته انتقال شوي دي. د طالبانو اداره ادعا کوي چې له څو هېوادونو سره یې د افغان بندیانو د انتقال هوکړې کړي دي.
خو، له شفافیت پرته قضایي بهیر او د خپلواکو نهادونو نه شتون چې د دې بنديانو وضعیت څاري، د دغو انتقالونو د انګېزو او پایلو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.




