مولوي عبدالکبیر: افغان ځوانان ته د بهر دیني زده کړو اړتیا نشته

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي چې د افغانستان دننه د دیني زده کړو مناسب شرایط برابر شوي او ځوانانو ته نور دې اړتیا نشته چې د اسلامي علومو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي.
هغه دا څرګندونې د بدخشان ولایت د «جهادي مدرسې» له مسؤل شیخ عبدالحق څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې تعلیمي بنسټونه باید د خپلو عادي فعالیتونو تر څنګ د طالبانو د ادارې پیغام او پرمختیايي پروګرامونه خلکو ته ورسوي او د ټولنې د بدلولو په بهیر کې نقش ولري.
له بل پلوه، شیخ عبدالحق له دې امله خوښي ښودلې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې دیني مدرسو ته د ځوانانو لیوالتیا زیاته شوې او ویلي یې دي چې د دغو مدرسو زده کوونکي ورځ تر بلې ډېرېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې او خلکو ترمنځ نېغه اړیکه به د هغه څه پیاوړتیا ته لاره هواره کړي چې هغه یې «اسلامي نظام» بولي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره دیني بنسټونو ته ځانګړې توجه کوي، ډېری شنونکي او د بشري حقونو فعالان د افغانستان د تعلیمي نظام د کیفیت، د زده کړو افراطي محدودیتونو او د عصري عامه زده کړو د قربانۍ په اړه اندېښنې لري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا درې کاله تېر شوي، خو د افغانستان تعلیمي نظام له سختو ستونزو سره مخ شوی؛ زرګونه زده کوونکي، په ځانګړې توګه نجونې، له زده کړو بې برخې شوې دي. په داسې وضعیت کې د طالبانو د ایدیولوژیک چوکاټ له مخې د دیني زده کړو پر یو اړخیز تمرکز، د افغانستان د ځوان نسل پر وړاندې نوې ستونزې راپورته کړي دي.




