نظرونه

پر ملا هبت‌الله د برید هڅه؛ د طالبانو د واکمنۍ په زړه کې پټ بحران

پر ملا هبت‌الله د برید خبر، تر دې مخکې چې ټول جزئیات یې تأیید شي، یوه مهمه موضوع ښکاره کوي: د افغانستان د واک جوړښت هغه پړاو ته رسېدلی چې نور د رهبر سمبولیک ثبات هم تضمین نه دی.

طالبانو په تېرو درېو کلونو کې هڅه کړې چې د پوره یوالې او بې‌چلنج واک انځور وړاندې کړي، خو پر دغې ډلې د تر ټولو لوړ مشر برید — که بریالی وي او که ناکام — دا انځور سخت زیانمنوي. دا پېښه یا د طالبانو د امنیتي نفوذ د زیاتې اندازې ښکارندویي ده، یا دا چې د واک په کچه کې دننه اختلافونه او ناراضیتونه دومره ژور شوي چې د مشرتابه هدف ګرځي.

ملا هبت‌الله تل د طالبانو یو له نظره پټ مشر پاتې شوی؛ ډیر کم یې عامه څرگندونې کړي او د محدودو کسانو په کړۍ کې ژوند کوي. په پټو او فرقه‌يي جوړښتونو کې د مشر له عامو خلکو سره فاصله زیاتره د امنیت ضمانت وي، خو هماغه فاصله داسې پرېکړو ته لاره هواروي چې پراخ ناراضي رامنځته کوي او بالاخره امنیت ته خطر پېښوي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې د قدرت په قندهار کې متمرکزولو، د سیال څېرو تدریجي حذف، او سخت‌گیرانه ټولنیزو او اقتصادي سیاستونو له لارې یو متمرکز جوړښت رامنځته کړی؛ دا جوړښت خپله په ذات کې مخالفت، رقابت او حتی د حذف غوښتنه زېږوي. پر یو مشر د برید هڅه هغه وخت کېږي چې یا اختلافونه لوړ حد ته ورسېږي، یا امنیتي کړۍ ضعیفه او ټوټې ټوټې شي.

د دې پېښې بله مهمه مانا دا ده چې طالبان خپله سیاسي مشروعیت د رأیو له صندوقه نه، بلکې د خپل ځواکمن انځور څخه اخلي؛ هغه انځور چې د مشر بې‌خطا والي او د جوړښت قدسیت ته متکي دی. که دا انځور زیان وویني، په ځانګړي ډول که خپله رهبر هدف وي، دا شکافونه ژورولی شي او دننه بې‌باوري راولي.

که طالبان دا پېښه کوچنۍ هم وښيي یا کنټرول شوي راپورونه خپاره کړي، خو ذهني اثرات یې په کور دننه پاتې کېږي او د میدان د قوماندانانو او جناحونو محاسبات بدلولی شي. په قبایلي او ایډیولوژیک جوړښتونو کې کله ناکله اوازه له خپله پېښې زیات اغېز لري، او دا پېښه اوس همدغسې مدار ته داخله شوې.

پر هبت‌الله د برید هڅه د افغانستان د امنیتي بدلونونو یو بل نښه هم ده. طالبانو له لومړۍ ورځې واک تر لاسه کولو سره ځان بلامنازع حاکمان معرفي کړل او کوښښ یې وکړ چې ګواښونه «وړه او خپره شوې» ډلې وښيي. خو دا چې د ډلې خود رهبر هدف ګرځي، حتا که جزئیات یې مبهم وي، دا ښيي چې ګواښونه نه یوازې پاتې دي، بلکې نور هم پېچلي شوي دي. دا خبره افغانو خلکو ته هم پیغام لري: هغه ثبات چې طالبان یې ژمنه ورکوله، آن په لوړپوړیزه سطحه کې هم شکننده دی.

دا پېښه د افغانستان یو بنسټیز حقیقت راپه یادوي: هغه جوړښت چې پر انحصار او حذف ولاړ وي، د دوام وړ نه وي. هرڅومره چې د پرېکړو کړۍ کوچنۍ شي او د ګډون لار وتړل شي، دنني فشارونه د سیاسي تخلیې پر ځای په امنیتي چاودنو بدلېږي. تازه برید هم همدغسې فشار ښيي؛ هغه فشار چې ښايي تر اوسه رسنیو ته نه وي ښکاره، خو د طالبانو دننه جریان لري.

په پایله کې، دا پېښه یوازې یو امنیتي پېښه نه ده، بلکې یو سیاسي نښه ده: طالبان یوه داسې مرحلې ته رسېدلي چې نور پخوانی «بې‌چلنج واک» نه لري. که څه هم رهبر ښايي زیانمن شوی نه وي او که څه هم رسمي روایتونه کوښښ کوي چې دا پېښه بې‌اهمیته وښيي، خو واقعیت دا دی چې د دوی د امنیت سمبولیک جوړښت کې درز پیدا شوی؛ داسې درز چې ښايي د قدرت د معادلو په لړ کې ستر بدلونونه راولي.

اوسنی افغانستان له تېرو هر وختونو څخه زیات ښيي چې د سرکوب له لارې ترلاسه شوی ثبات اوږدمهاله نه وي، او هرڅومره چې غږونه چوپ شي، ضربه تر هغه زیاته غږیزه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button