زلمي خلیلزاد د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو غندنه وکړه

پخواني امریکايي ډیپلوماټ او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني ځواکونو هغه راکټي او هوايي بریدونه غندلي چې تېره شپه د افغانستان پر خاوره ترسره شوي دي. نوموړي ویلي، دا بریدونه چې د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې شوي، د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بلل کېږي.
ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې دغه بریدونه غندلي او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی. هغه ټينګار کړی چې د ملکي کسانو وژل کېدل نه یواځې دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره مرستندوی نهدي، بلکې د پولو پر سر د تاوتریخوالي او د سیمې د ناامنیو د زیاتېدو لامل ګرځي.
نوموړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې د جګړې د پراخېدو او د خلکو د کړاو د مخنیوي لپاره دواړه لوري باید له زغم څخه کار واخلي او د واقعیتونو پر بنسټ یوه معقوله سیاستي لاره خپله کړي. د هغه په وینا، دوامداره سرحدي شخړې د دواړو هېوادونو په ګټه نهدي او اړتیا ده چې د ستونزو حل د ډیپلوماټیکو لارو او رغوونکو خبرو اترو له لارې وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د پاکستان له خوا پر پوله د ترسره شویو بریدونو په وړاندې څرګند غبرګون نهدی ښودلی، او دا چوپتیا د یادو ولایتونو د اوسېدونکو سخت انتقادونه راپارولي دي.




