نړیوال

په خیبر پښتونخوا کې د بمي چاودنې له امله دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په یوه سړک کې د بمي چاودنې له امله دوه تنه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) رامنځته شوې ده. د پاکستاني چارواکو په وینا، د پېښې هدف یو پولیس موټر و چې د ګزمې پر مهال پرې برید شوی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو پولیسو هویت تایید کړی او ویلي یې دي چې نومونه یې سیف‌الرحمان او رمضان دي.

په وروستیو کلونو کې یادې سیمې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو زیاتېدو شاهدې دي، چې ډېری مسؤلیتونه یې توندلارو ډلو، په ځانګړی ډول د تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستي دي. شنونکي وایي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ناامني د توندلارو فعالیتونو له پراخوالي سره زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی؛ خو د پاکستان له پولو سره په ګډو سیمو کې یاغیانه بریدونه په زیاتېدو دي. څارونکي وایي، طالبان د وسله والو ډلو پر کنټرول کې پاتې راغلي چې دا حالت په سیمه کې د پراخو ناامنیو لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button