مهم خبرونهنړیوال

روسیه: داعش له افغانستان څخه منځنۍ آسیا او نورو سیمو ته ګواښ جوړوي

انا اوستینیوا، د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازولې مرستیالې، په وروستي امنیت شورا غونډه کې دا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د داعش خراسان او ورته ترهګریزو ډلو ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي، او دغه حالت کولی شي د منځنۍ آسیا او آن له هغې هاخوا سیمو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي.

اوستینیوا ټینګار کړی چې داعش نه یوازې په افغانستان کې فعاله حضور لري، بلکې د بهرنيو جنګیالیو او له غربی ځواکونو پاتې وسلو په کارولو سره هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او احتمالي بریدونه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا روسۍ دیپلوماته د طالبانو دا ادعا رد کړه چې ګواکي د افغانستان پر خاوره هېڅ ترهګره ډله فعاله نه ده. هغې پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې څرګند شواهد شته چې دغې ترهګرو ډلې د عصري ټکنالوژیو په وسیله د خپلو خطرناکو اهدافو د ترسره کولو هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د څار ډلې د سپتمبر په میاشت کې خپور شوی راپور ښيي چې داعش او القاعده پورې تړلي سلګونه جنګیالي دا مهال په افغانستان کې حضور لري او په ځانګړې توګه هغو سیمو کې فعالیت لري چې د څار له لمنې وتلي دي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې طالبان تل دا رد کړې چې ګواکي د افغانستان پر خاوره ترهګرې ډلې فعالې دي، خو دا ادعا د نړیوالو اسنادو سره په ټکر کې ده. دا وضعیت له افغانستان څخه د ترهګرو لپاره د احتمالي خوندي پناه ځای په توګه د بیا کارونې اندېښنې ډېرې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button