د آژانس د حکامو شورا د ايران پر ضد پرېکړهليک تصویب کړ

د نړيوالې اتومي انرژۍ ادارې د حکامو شورا په تازه غونډه کې، يو پرېکړهليک چې د درېيو اروپايي هېوادونو فرانسه، جرمني او بريتانيا په مشري او د امريکا په ملاتړ چمتو شوی و، تصويب شو. دغه سند چې له ايران څخه د “فوري او بشپړ شفافيت” غوښتنه کوي، د لويديځو هېوادونو لهخوا پر تهران د ديپلوماټيکو فشارونو د زياتوالي نښه ده.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړهليک له ايران غواړي چې د ۶۰ سلنه يورانيمو غنيسازۍ او د ځينو هغو اتومي مرکزونو په اړه، چې پخوا تر بريدونو لاندې راغلي وو، دقيق او پر وخت معلومات آژانس ته وسپاري. په غونډه کې حاضر ديپلوماټانو ويلي چې د دې اقدام اساسي هدف، د آژانس د نظارتي ماموريت ادامه او پراختيا ده.
د حکامو د شورا له ۳۵ غړو هېوادونو څخه ۱۹ يې د دې پرېکړهليک ملاتړ وکړ، خو روسيه، چين او نيجر پرې مخالفت څرګند کړ. ۱۲ نورو هېوادونو بېطرفه رايه ورکړه او يو هېواد په رايې ورکولو کې ګډون ونکړ.
د بريتانيا دايمي استازې کورین کیتسل، د دې پرېکړهليک په ملاتړ کې وويل چې لويديځ هېوادونه غواړي مخکېنۍ نظارتي ميکانيزمونه بيرته فعال شي. خو نوموړې د امريکا لخوا په ۲۰۱۸ ز کال کې له برجامه يو اړخيز وتلو او د اروپايي درېګونې هېوادونو لهخوا د خپلو ژمنو نهپوره کولو ته اشاره ونه کړه. هغې يوازې پر ايران د شفافيت ټينګار وکړ.
کيتسل همداراز د ايران د اتومي مرکزونو پر هدف شوې بمبارۍ ته، چې د تازه ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال تر سره شوې، هيڅ اشاره ونه کړه؛ دغه عمل د کارپوهانو په باور د نړيوالو معيارونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي. له دې سره سره، د بريتانيا استازې ووي، چې دا پرېکړهليک پر ايران کومې نوې ژمنې نه دي تحميل کړي، بلکې د آژانس د نظارتي ماموريت له سره تعريف وړاندې کوي.
ايران له دې مخکې څو ځله خبرداری ورکړی و، چې يو اړخيز اقدامات او پر تهران فشارونه نه يوازې دا کړکېچ نه حلوي، بلکې د خبرو او همکارۍ لاره هم ستونزمنه کوي. د لويديځو هېوادونو چلند چې دا پرېکړهليک يې ملاتړ کړی، بې له دې چې د سياسي او امنيتي شرايطو پېښو ته پام وکړي، په منځني ختيځ کې د دوهګوني چلند دوام ښيي.




