دوغارون رسمي توګه سوداګريزه – صنعتي ازاده منطقه اعلان شوه

د ايران او افغانستان ختيځ پوله باندې د دوغارون سوداګريزې – صنعتي آزادې سیمې د رسمي فعالیتونو له پيلېدو سره، ایران چارواکي دغه بدلون د صادراتو پیاوړتیا او له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان، سره د اقتصادي همکاريو پراخولو لپاره یوه مهمه موقع ګڼي.
د خراسان رضوي ولایت د سياسي او ټولنيزو چارو مرستيال محمدعلي نبيپور، د تایباد ښار او د دوغارون پولهتېرېدونکې سیمې ته د سفر پر مهال څرګنده کړې چې دا سیمه “د افغانستان او ایران ترمنځ د لومړۍ اقتصادي مرکز” په توګه، د دوه اړخیزو سوداګریزو اړيکو پراخولو کې بنسټيز رول لري.
نبیپور زیاته کړې چې دوغارون د ترانزیت، صادارتو او د مسافرو د تګ راتګ په برخه کې ستراتیژیک موقعیت لري او د ايران حکومت هڅه کوي چې د دې پولې اهمیت پياوړی کړي ترڅو سیمهييز او ملي اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.
هغه خبرداری ورکړی چې بېثباتۍ ته لاره برابرونکي عوامل، په تېره بيا د سرحدونو امنيتي ګواښونه، د افغانستان او ترکمنستان په څېر له ګاونډيو هېوادونو سره په پولهيزو سيمو کې، د دښمنانو د تمرکز مرکز ګرځېدلي چې هدف يې اقتصادي فعالیتونه زیانمنول دي. نوموړي باور لري چې د تایباد ولسوالۍ پرمختګ، له دوغارون سره په تړاو، کولای شي د ایران د ختیځ اقتصادي راتلونکې برخه ترسيم کړي.
نبیپور د دوغارون د آزادې صنعتي – سوداګريزې سیمې له ادارې غوښتنه کړې چې خپلې اقتصادي طرحې ژر تر ژره عملي کړي، ترڅو له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د خوندي چاپېریال برابرولو لپاره عملي اقدامات وشي. همداراز يې له ملي او سیمهييزو ادارو غوښتنه کړې چې د قوانینو په چوکاټ کې، همغږي شوې هڅې وکړي څو د دې سيمې ستونزې حل شي.
دوغارون سيمه د ايران او افغانستان ترمنځ له مهمو اقتصادي وصلو شمېرل کېږي. دا پوله اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو او مسافرو د تګ راتګ له اصلي لارو څخه بلل کېږي. خو له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، د افغانستان لوري ته د دې پولې وضعیت له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ چې پکښې د ناسمو مدیریتونو، د شفافیت نشتوالي او د سوداګرۍ ملاتړي دریځ نشتون په شمول ستونزې یادې شوې دي.
طالبانو تر اوسه نهدي توانېدلي چې پر دې ارزښتناک پولهیز تېرېدونکي ځای داسې يو با ثباته او مؤثر مدیریت رامنځته کړي چې د افغانستان د خلکو اقتصادي ګټې زياتې کړي. د ايران لوري ته د دغه سیمې لا پراخه فعاليت، که له افغانستاني خلکو سره د همغږۍ پرته ترسره شي، نو کېدای شي د افغانستان سرحدي سیمو اقتصاد له بهرنيو پرېکړو سره ډېره وابسته کړي او دا به اندېښمنوونکي اړخونه ولري.




