اقتصادمهم خبرونه

د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت له یوه چارواکي سره لیدنه کړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس. جی. شنکر، ویلي چې له نورالدین عزیزی سره یې کتلي، هغه څوک چې د طالبانو په اداره کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په توګه دنده تر سره کوي. دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو اداره لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمي توګه د یو حکومت په توګه نه ده پیژندل شوې، چې ملګرو ملتونو هم پکې شامل دي.

شنکر ویلي، د دوی د خبرو محوري موضوعات د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراخوالی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګښت و. نوموړي په خپله رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې په دې ناسته کې د هند او افغانستان ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ د زمینو برابرولو ټینګار شوی دی.

همداراز، د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد به یې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره ژمن پاتې شي. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان خلک لا هم له ژورو اقتصادي کړکیچونو، د اساسي حقونو له محرومیت او د طالبانو د ادارې له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

د هندي چارواکو له خوا له طالبانو سره لیدنې زیاتې شوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ډول اړیکې به د افغانستان د خلکو پر سیاسي او بشري وضعیت څه اغېز ولري. د افغانستان مدني ټولنه تل غوښتنه کوي چې بهرني هېوادونه دې د طالبانو ادارې ته مشروعیت نه ورکوي او د افغانانو اساسي حقوق دې د خبرو اترو په سر کې کېږدي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button