اشرف غني: که ولس وغواړي، د هېواد د نجات لپاره چمتو يم رول ولوبوم

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، که ولس ترې وغواړي، چمتو دی چې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره يو رغوونکی رول ولوبوي.
ښاغلي غني دغه خبرې نن پنجشنبه، د لړم پر ۲۹مه، په يوه خپور شوي پيغام کې کړي دي. هغه د افغانستان اوسنی وضعيت يو “حساس او برخليک ټاکونکی پړاو” بللی او ټينګار يې کړی چې ولس يو بېړنی ملي بحث ته اړتيا لري څو وپېژندل شي چې سترې ملي ګټې چرته پرتې دي او څنګه کولای شو يو داخلي اجماع ته ورسېږو.
نوموړي زياته کړې: “اوس هغه وخت رارسېدلی چې خپلې ملي موخې بيا تعریف کړو، د هغو ته د رسېدو لارې وڅېړو، او له نړيوالې ټولنې سره خپلې اړيکې بېرته تنظيم کړو.” غني ويلي، د يو ګډ راتلونکي لپاره بايد داسې اجماع ته ورسېږو چې د افغان ټولنې د اکثريت پر مشارکت ولاړه وي.
اشرف غني د يووالي، دايمي سولې او يو بل منلو پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې بايد له تېر تاريخ عبرت واخلو څو راتلونکی جوړ کړو. هغه زياته کړې، شخصي مقام يا ګټه نه غواړي، خو که احساس شي چې ولس د هغه ګډون ته اړتيا لري، نو چمتو دی داسې حللارې وړاندې کړي چې د “ژوند پر وړاندې د مرګ، هوساينې پر وړاندې د بېوزلۍ او يووالي پر وړاندې د ظلم” ارزښتونو ته لومړيتوب ورکوي.
محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م لانجمنو ټاکنو وروسته له عبدالله عبدالله سره د ملي يووالي حکومت جوړ کړ. په ۲۰۱۹م ټاکنو کې د دواړو تر منځ سيالي يو ځل بيا تکرار شوه چې بيا هم له سياسي توافق سره پاې ته ورسېده. خو د ۲۰۲۱م کال د اګست په مياشت کې چې طالبان کابل ته داخل شول، غني هېواد پرېښود؛ عبدالله عبدالله بيا په هېواد کې پاتې شو.
اوس څلور کاله تېرېږي چې طالبان په افغانستان کې پر واک دي. دا ډله چې تر اوسه يوازې روسيې رسمي پېژندلې، پر ټولنه – په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو – سخت محدوديتونه لګولي، او د هېواد د ميليونونو وګړو اساسي حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.




