مهم خبرونهنړیوال

په ایران سره د جګړې پر مهال د امريکا لږ تر لږه ۱۰ رادار سايټونه زيانمن شوي

د ABC News شبکې يو تازه راپور څرګندوي چې له هغه وخت راهيسې چې د ايران جګړه پيل شوې، لږ تر لږه لس رادار سايټونه چې د متحده ايالتونو او د هغې د متحدينو ملکيتونه دي، په منځني ختيځ کې د بريدونو لاندې راغلي دي. دا راپور د سپوږمکۍ انځورونو او تاييد شويو ويډيوګانو د تحليل پر بنسټ جوړ شوی دی.

د دغې څېړنې له مخې، يو شمېر دغه تاسيسات د بې‌پيلوټه الوتکو او راکټونو په وسيله لګول شوي دي. د ثبت شويو زيانونو په منځ کې ښکاره تخريب د هغو راداري سيستمونو دی، چې د سيمې په حساسو ساحو کې د هوايي څار او تعقيب لپاره کارېږي.

راپور زياتوي، ځينې دغه راداري سيستمونه پر نادر وسايلو متکي دي او د هغوی د جوړولو او ساتنې لګښت سلګونه ميليونه ډالرو ته رسېږي. شنونکي وايي، د دغسې پرمختللو تجهيزاتو زيان به د دغو اډو د څار او دفاع وړتياوو ته تاوان ورسوي.

تر د دې راپور د خپرېدو پورې، د زيان دقيق جزئيات او يا د دغو تاسيساتو د بيا رغونې څرنګوالی نه‌دی افشا شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button