د طالبانو د حاجیانو انتقال لپاره د کورنیو هوايي شرکتونو کارونه تنظیمیږي

د طالبانو د حکومت د دیني چارو، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب د آریانا افغان او کامایر هوايي شرکتونو له مسؤولانو سره د افغان حاجیانو انتقال لپاره د همکاریو په موخه غونډه کړې ده. دا هڅه د طالبانو د ادارې د دې پلان برخه ده چې د حج فریضې د اداء بهیر په خپله خوښه او له داخلي امکاناتو سره تر سره کړي.
په دغه غونډه کې شیخ ثاقب د هوايي خدماتو د کورنیو شرکتونو له لارې د ملت د «مستقل خدمت» په اړه خوښي څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو ادارې پرته له بهرنۍ همکارۍ افغان حاجیان سعودي عربستان ته استولي دي. هغه دا کار د طالبانو تر ادارې لاندې د داخلي ظرفیت نښه بللې ده، خو د بهیر له ستونزمنو جوړښتونو، لوړ لګښتونو او د نړېوال نظارت نشتوالي یادونه یې نه ده کړې.
شیخ ثاقب ویلي، وزارت پلان لري چې د راتلونکي کال د حج لپاره «عملي او مهم اقدامات» تر سره کړي. د دغو اقداماتو له ډلې یو هم د وزارت هڅه ده چې حاجیان په یوه «مصوون، مطمئن او منظم» ډول انتقال کړي. سره له دې، د بهیر د روڼتیا نشتون او د نړېوالو تضمینونو نه شتون لا هم نړیوالې او داخلي اندېښنې پیدا کړې دي.
د غونډې په یوه بله برخه کې، د آریانا او کامایر هوايي شرکتونو مسؤولانو د طالبانو له ملاتړ مننه کړې او ژمنه یې کړې چې د حاجیانو د انتقال لپاره «هر اړخیز» خدمتونه به وړاندې کوي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د خدمتونو د کیفیت، د مسافرو د امنیت او د الوتنو د اصلي لګښتونو د تضمین لپاره کوم نظارتي میکانیزم به تعریف شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان د حج په څېر بهیرونو کې د انحصار، بېروڼتیا او شکایتونو راپورونه ورکړي، خو د طالبانو اداره ځان د مستقلو او داخلي خدماتو چمتو کوونکې بولي؛ دا یو داسې چلند دی چې تر ډېره د رسمي ادارو د انزوا لامل شوی، نه د ظرفیتونو د اصلي ودې.




