سياستمهم خبرونه

خالد حنفي: د کابل پوهنتون استادان دې ذهنیتونه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ويلي، چې د کابل پوهنتون استادان مسووليت لري تر څو د محصلينو ذهنیت د اسلامي او افغانیت د ارزښتونو پر بنسټ وروزي. د ياد وزارت وياند سيف‌الاسلام خیبر د حنفي دا خبرې د پنځشنبې په ورځ (۲۰ قوس) د یوه صوتي پیغام له لارې خپرې کړې.

حنفي په خپله وینا کې یادونه کړې چې دا مهال د کابل پوهنتون شاوخوا ۳۰۰ استادان تدریس کوي، او د هغه په باور اصلي دنده‌یې د محصلینو فکري روزنه ده چې باید د اسلامي تعلیماتو په چوکاټ کې ترسره شي. نوموړي زیاته کړې چې د محصلینو تخصصونه هم باید د قرآن او سنتو له مخې تنظیم شي.

هغه وړاندې ويلي، طالبان هغو استادانو ته اړتیا نه لري چې له وروستیو تحولاتو وروسته له هېواده وتلي دي، او نه به هغه تخصصونه ته پام وکړي چې د دوی له نظره له اسلامي تعلیماتو سره نه جوړېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره له وړاندې پر تعلیمي بنسټونو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، پراخ محدودیتونه لګولي دي. شنونکي وايي، دا ډول لیدلوری کولی شي د پوهنتونونو علمي خپلواکۍ ته زیات فشار راوړي او د افغانستان لوړو زده‌کړو بهیر لا له نړیوالو علمي معیارونو واټن ته کړي.

یادونه باید وشي چې خالد حنفي تر دې مخکې د عصري علومو زده کړه «مباح» بللې وه، خو دا نوی دریځ یې د طالبانو ادارې له خوا د ديني زده‌ کړو پر پراخ ټینګار او د هېواد اکادمیکو بنسټونو پر فکري کنټرول د تمرکز زیاتوالی ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button