سياستمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې د ۱۲ فراقانوني وژنو ثبت

ملګرو ملتونو په خپل وروستي درې مياشتني راپور کې ويلي چې د نومبر له ۶مې تر د جنورۍ ۲۵مې پورې لږ تر لږه ۱۲ پېښې د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو او امنيتي ځواکونو د فراقانوني وژنو ثبت شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو پېښو عاملان د طالبانو د ادارې غړي او نامعلوم کسان دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۲۹ بې‌اساسه نیونې او د پخوانيو دولتي چارواکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غړو سره د ۶ شکنجې او ناوړه چلند پېښې هم مستندې شوې دي. دغه موارد د بشري حقونو د وضعیت او قضایي مصونیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

ملګرو ملتونو زياته کړې چې د قربانيانو یو شمېر هغه کسان وو چې له يوې مودې بهر اوسېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي وو. سره له دې چې د طالبانو اداره څو ځله د “عمومي بښنې” اعلان کړی، د دغو پېښو دوام د دې ژمنې د عملي کېدو او د پخوانیو دولتي کارکوونکو د امنیت په اړه جدي پوښتنې رامنځته کړې دي.

د بشري حقونو بنسټونو تل ټینګار کړی چې فراقانوني وژنې، بې‌اساسه نیونې او شکنجه د بشري حقونو او نړیوالو تعهداتو ښکاره نقض دی او اړتيا ده چې په شفاف ډول وڅېړل شي او مسئول کسان حساب‌ورک شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button