سياستمهم خبرونه

طالبانو د یوناما ماموریت تر پوښتنې لاندې راوستی

د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په خپلو تازه څرګندونو کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ماموریت په افغانستان کې بې‌اغېزې بللی او تر پوښتنې لاندې يې راوستی دی.

مجاهد چې له طلوع نیوز تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې، ادعا وکړه چې یوناما د افغانستان په نړیوالو تعاملاتو کې مؤثر سیاسي رول نه‌دی لوبولی. ده وویل چې د دې نړیوالې ادارې فعالیتونو تر دې دمه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدوکت یوه د پام وړ نتیجه نه‌ده لرلې.

خو نوموړي هیله ښوولې چې د ملګرو ملتونو نوی ټاکل شوی استازی وکولای شي چې د مثبت تعامل په لور ګام واخلي او د طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د لا زیاتو نږدوکتونو لپاره زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې یوناما د ملګرو ملتونو د سیاسي غړي په توګه، له هغه وخته چې د پخواني جمهوریت نظام په اګست ۲۰۲۱ کې نسکور شو، خپل ماموریت د بشري حقونو پرمختګ، بشردوستانه مرستو او د ټولو سیاسي اړخونو ترمنځ د خبرو تسهیل ته دوام ورکړی دی. خو د طالبانو د ادارې مشرانو یوناما د خپلو موخو پر پلي کولو کې د ناتوانۍ او پر جانبدارۍ څو ځله تورنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button