په هېواد کې له ۱۷ ميليونو زياتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د ملي احصايې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې له هغه وخته چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوې، تر اوسه د افغانستان له ۱۷ ميليونه او ۶۸ زره زياتو وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له ټولو وېشل شويو پېژندپاڼو څخه ۱۰ ميليونه او ۶۲۱ زره د نارينهوو او ۶ ميليونه او ۴۴۷ زره د ښځو دي، چې د ښځو او نارينهوو ترمنځ د پېژند هويت خدمتونو په لاسرسي کې د پام وړ توپير څرګندوي.
دغه اداره زياتوي، تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولايتونو کې وېشل شوې دي او له ۱۱ ميليونو زياتې برېښنايي پېژندپاڼې يوازې د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګېدو وروسته وېشل شوې دي.
په ورته وخت کې، د ملي احصايې او معلوماتو اداره وايي، اوس د هېواد په کچه ۸۱ آسان خدمت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه، د کابل په ګډون، فعال دي او يو مرکز په متحده عربي اماراتو کې هم فعاليت لري. سره له دې، يو شمېر اوسېدونکي او مدني بنسټونه تل پر دې ټينګار کوي چې ښځو ته د برابر لاسرسي، د بهيرونو شفافيت او د محدوديتونو د له منځه وړلو اړتیا شته، په ځانګړي توګه د عامه خدمتونو په برخه کې.




