سياستمهم خبرونه

د طالبانو او پاکستان د استازو لیدنه په تهران کې د اکو غونډې پرمهال ترسره شوه

په داسې حال کې چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکې له بحران سره مخ دي او د استانبول د سولې خبرې هم بې‌نتیجې پای ته رسېدلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي مرستیال په تهران کې سره کتلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، او د طالبانو د ادارې لوړپوړی مقام، ابراهیم صدر، د اقتصادي همکاریو د سازمان (اکو) د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې، د ایران د چارواکو په منځګړیتوب، یو له بل سره کتلي دي. د ایراني رسمي خبري آژانسونو د راپورونو له مخې، دغه لیدنه د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي په منځګړیتوب شوې ده.

هغه ویډیو چې په رسنیو کې خپره شوې، ښيي چې نقوي په یادو خبرو کې د ابراهیم صدر لاس په دوستانه ډول نیولی او تر څنګ یې ناست دی؛ دا انځورونه له هغه تاوتریخوالي سره په تضاد کې دي چې په وروستیو اونیو کې د دواړو خواوو ترمنځ رامنځته شوی دی.

د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د پولو پر سر د بریدونو، د طالبانو له خوا د وسله‌والو ملاتړ تورونو او نورو ادعاوو له امله سخت خړې پړې شوې دي. هغه څلور ورځنۍ خبرې چې د ترکیې او قطر په ګډون د دواړو لورو ترمنځ په استانبول کې ترسره شوې، هم بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

په اکو غونډه کې، ابراهیم صدر د سراج‌الدین حقاني پر ځای ګډون کړی و. باخبره سرچینې وايي چې نوموړی د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده نږدې کس بلل کېږي او له اسلامي جمهوري ایران سره ښه اړیکې لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button