نړیوال غږ د افغانستان شمال کې د زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې لپاره

د افغانستان په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د اخیرو سختو زلزلو له امله نړیوال سازمانونه او اسلامي هېوادونه د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د عقرب میاشتې په ۱۲ مه (دوشنبه) د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د زلزله ځپلو سره سمدستي، بشردوستانه او د بشري حقونو اصولو پر بنسټ ولاړې مرستې ترسره کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو په بهیر کې باید د جنسیتي موضوعاتو پاملرنه حتمي وي او له پامه ونه غورځول شي.
په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي، حسین ابراهیم طه، هم د یوې اعلامیې له لارې د افغانستان د شمال له زلزله ځپلو سره د یووالي ټینګار کړی او له غړو هېوادونو او خیریه موسسو یې غوښتي، چې د قربانیانو اړتیاوې ژر تر ژره پوره کړي. دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې دفتر مکلف شوی څو له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره همغږي رامنځته کړي او د مرستو رسولو بهیر اسانه کړي.
بل خوا د بحرین دولت هم د دوشنبې په ماښام یوه اعلامیه خپره کړې او د زلزله کې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د انساني تلفاتو له امله خواشیني ښودلې ده.
سره له دې چې یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه د مرستې چمتوالی ښيي، خو لا هم دا اندېښنه شته، چې طالبان به څرنګ د دغه بحران مدیریت وکړي او مرستې به شفاف وویشل شي. نړیواله ټولنه باید د مرستو د ویش بهیر ته جدي څارنه ولري، څو اصلي قربانیان دې مرستو ته لاسرسی ومومي.




