مهم خبرونهنړیوال

په قنیطره کې د اسراییلي ځواکونو نویو خوځښتونو اندېښنې را پارولي

راپورونه له سوریې ښيي چې د اسراییل نظامي ځواکونه د قنیطرې ولایت شاوخوا کې خپل حضور او ګزمه زیاتې کړې دي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دا نوي خوځښتونه زیاتره د اشغالي جولان لوړیو تر څنګ لیدل شوي، چې پکې د ټانکونو او درندو تجهیزاتو لېږد هم شامل دی.

محلي سرچینو همداراز تایید کړې چې د اسراییلي ځواکونو وروستي خوځښتونه د قنیطرې په شمالي حومه کې، د «تل‌الفرح» او «رویدینا» ترمنځ زیات شوي دي. دغه سیمې د سوریې له پوځ سره د تماس کرښو ته نږدې پرتې دي، چې له سوریې د بحران له پیله تر اوسه پکې څو ځله پارکې نښتې شوي دي.

د سیمې د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره، ډېر پوځي شنونکي اندېښنه لري چې دا خوځښتونه به د اسراییلو له خوا په سوریه کې د یوې نوې پوځي عملیاتو پیل وي. اسراییل په تېرو کلونو کې تل د ایران د نفوذ پر وړاندې د مبارزې په پلمه، په بېلابېلو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

نړیوالې ټولنې څو وارې له اسراییله غوښتنه کړې چې د سوریې ملي حاکمیت ته درناوی وکړي، خو دغه هېواد له امنیتي خلاوو څخه په ګټې اخیستنې، خپله نظامي حاضري پراخه کړې ده. کارپوهان باور لري چې د دې وضعیت دوام به د سیمې امنیت نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button