امنیت او پېښېمهم خبرونه

وسله‌وال برید په پنجګور کې د درې خصوصي بانکونو څخه شاوخوا ۱۵۵ میلیونه روپۍ غلا کړې

د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیسو ویلي چې وسله‌والو کسانو پرون د پنجګور ولسوالۍ په چتکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو وسله‌وال برید کړی او له هغو یې له ۱۵۵ میلیونو زیاتې نغدې روپۍ غلا کړې دي.

د رسمي معلوماتو له مخې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یادې پیسې انتقالېدې، او بریدګرو د وسلو په کارولو سره د سیمې کنترول یو مهال په لاس کې واخیست.

د بریدګرو د تېښتې پر مهال د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوې. پولیس وايي، په دې نښته کې یو پولیس افسر او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

همداراز، د پولیسو څلور نور غړي ټپیان شوي دي. پولیسو د پېښې د څېړنو د پیل خبر ورکړی، خو تر اوسه د برید کوونکو د هویت یا نیونې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button