اقتصادمهم خبرونه

طالبانو د اورګاډي چارو پلاوي د ازبکستان د ټرانسپورټ نړيوالې ناستې کې ګډون وکړ

د طالبانو د ادارې يو پلاوي چې مشري يې د عامو چارو وزارت د اورګاډي معين محمد اسحاق صاحبزاده کوله، د ټرانسپورټ او لوژستیک نړيوالې ناستې کې ګډون کړی، چې د نوامبر له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند ښار کې جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د سيمې هېوادونو چارواکو او د اورګاډي په برخه کې د فعالو شرکتونو استازو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال، د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې نوي پروژې، لاسته راوړنې او پرمختللي ټکنالوژي هم معرفي شوې.

د دې ناستې تر څنګ، د طالبانو د ادارې د اورګاډي معين د اماراتو، قزاقستان او ازبکستان د اورګاډي ادارو له مسوولينو سره، او همداراز د «افغان-ترانس» پروژې کې د ښکېلو هېوادونو له استازو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي دي.

په دغو خبرو اترو کې د هرات-کندهار د اورګاډي پروژې د کار پيل، د ازبکستان له لارې د افغان توکو د لېږد آسانتیا، د قزاقستان له لارې چين ته د ترانزیت لګښتونو راکمول، او د «افغان-ترانس» پروژې د تخنيکي او اقتصادي مطالعاتو پر پیل تمرکز شوی دی.

ګډونوالو چارواکو د ترانسپورټي زيربناوو په برخه کې د دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی. دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې افغانستان د طالبانو د حاکميت پر مهال له اقتصادي کړکېچ او نړيوالې انزوا سره مخ دی او د دا ډول ناستو ګډون ډېری وختونه د غيررسمي چينلونو له لارې ترسره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button