ټولنه‌یزمهم خبرونه

په پروان کې سل اړمنو کورنیو ته د خوړو مرستې ووېشل شوې

په پروان ولایت کې ۱۰۰ هغو کورنیو ته چې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، د خوړو مرستې ورکړ شوې دي. د راپورونو له مخې، دغه مرستې د طالبانو ادارې اړوند د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د مخدره موادو ضد پولیسو له لوري وېشل شوې دي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تر دې وړاندې یوه کمېټه د دغو کورنیو د پېژندلو مسؤولیت درلود، او له بشپړې څېړنې وروسته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شوی دی.

مرستندویه بسته‌جات بنسټیز خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي او نور اړین مواد لري، چې د محلي سرچینو له مخې، پېژندل شویو کورنیو ته ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي، د طالبانو له‌خوا بې‌نظارته او غیر منظمې مرستې د شفافیت او عدالت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button