د طالبانو له لوري د ښودنيزو ډزو پر سر د خلکو نيوکې د فقر په منځ کې زياتې شوې دي

له دې سره هممهاله چې په هېواد کې فقر او اقتصادي تنګېدنې زياتې شوې دي، يو شمېر د ټولنيزو شبکو کاروونکو د طالبانو له اړوند کسانو د ښودنيزو ډزو يو ويډيو خپور کړی او دا کار يې د خلکو د سخت اقتصادي حالت په وړاندې غيرمسوولانه او سپک ګڼلی دی. د دوی په وينا، په داسې حال کې چې ډېر خلک د سهار او ماښام ډوډۍ پيدا کولو له ستونزې سره مخ دي، د عامه شتمنۍ څخه د وسلو ښودنه د خلکو پر زخمونو مالګې شيندل دي.
منتقدان وايي، په داسې هېواد کې چې د نفوس ډېره برخه له سخت اقتصادي فشار سره مخ ده، د زرګونو افغانيو مهماتو په هوا ويشتل نه يوازې غيراخلاقي کار دی، بلکې له اسلامي ارزښتونو سره هم په ټکر کې دي. دوی ټينګار کوي چې د بيتالمال پيسې بايد د عامه هوساينې او د فقر د کمېدو لپاره ولګول شي، نه د وسلو د ښودلو لپاره.
د دغو کاروونکو په وينا، هره مرمۍ چې هوا ته ويشتل کېږي بېرته ځمکې ته راګرځي او د “سرګردانه مرمۍ” بڼه خپلوي؛ هغه مرمۍ چې پخوا يې د ملکي خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، د ټپي کېدو او مړينې لامل شوې ده. د دوی په باور، د دا ډول کړنو دوام د خلکو امنيت له ګواښ سره مخ کوي.
ځينې نور کاروونکي هم وايي، ځيني وسلهوال چې له طالبانو سره تړاو لري، وروسته له نظامي جګړو هم لا تر اوسه د جګړې روحيه ساتي او پر دې تمرکز نه کوي چې خلکو ته خدمت وکړي يا امنيت ټينګ کړي؛ بلکې د عامه امکاناتو څخه د ښودنيزو موخو لپاره ګټه اخلي.
دغه نيوکې په داسې حال کې مطرح شوې دي چې له دې وړاندې هم د همدې ډول ډزو راپورونه د ځينو ولايتونو څخه ورکړل شوي وو چې په ځينو پېښو کې د خلکو د ځاني او مالي زيانونو سبب شوي دي. د هېواد د اقتصادي او امنيتي نازکو شرايطو له امله، هېوادوال د طالبانو له ادارې د وسلو او عامه زېرمو د مسوولانه مديريت او حساب ورکولو غوښتنه کوي.




