مهم خبرونهنړیوال

فضل الرحمان: امريکا د افغانستان کې د چين او روسيې پانګونه نه مني

د جمعيت علماي اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، متحده ايالات د چين او روسيې پانګونې په افغانستان کې د منلو وړ نه ګڼي او ښايي له پاکستان څخه د يوه نيابتي ځواک په توګه د دغې چارې د مخنيوي لپاره کار واخلي. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وکړې.

د هغه په وينا، په افغانستان کې اقتصادي بدلونونه او د سيمه ييزو پانګه‌والو شتون کولای شي د لويو قدرتونو ترمنځ جيوپوليټيکي سيالۍ زياتې کړي. فضل الرحمان خبرداری ورکړ چې د پاکستان ښکېلتيا په دغسې معادلو کې به د سيمې ثبات ته منفي اغېزې ولري.

دغه پاکستانۍ سياستوال په خپلو خبرو کې زياته کړه چې پاکستان دا مهال له هېڅ يوه ګاونډي هېواد سره ښې اړيکې نه لري او دا حالت د هغه هېواد د خلکو لپاره نور د منلو وړ نه دی. ده وويل، د همدې تګلارې دوام به د پاکستان ملي ګټې له جدي ننګونو سره مخ کړي.

فضل الرحمان غوښتنه وکړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره بيا وڅېړل شي او ټينګار يې وکړ چې اسلام‌اباد بايد د خپلو ټولو ګاونډيانو، په ځانګړې توګه د افغانستان، په وړاندې متوازن او رغنده چلند خپل کړي څو د اقتصادي او سياسي همکاريو زمينه برابره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button