اقتصادمهم خبرونه

طالبان: افغانستان به نږدې راتلونکې کې د برېښنا صادرونکی هېواد شي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وایي چې افغانستان به تر څو کلونو وروسته د برېښنا صادرات پیل کړي. نوموړي دا څرګندونې د پنجشیر ولایت د پارنده برېښنا بند د پرانیستنې پر مهال وکړې.

ملا برادر وویل چې افغانستان د ځان بساینې په لور، په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې، اغېزناکې هڅې پیل کړې دي.

هغه ټینګار وکړ چې زیربنايي پروژې یوه پر بله یا پیل شوې دي یا بشپړې شوې دي، چې دا د طالبانو د اقتصادي پراختیا د پروګرامونو د عملي کېدو نښه بولي.

برادر زیاته کړه چې د طالبانو اداره د انرژۍ ځان بساینې ته په خپلو لویو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی او ادعا یې وکړه چې افغانستان به تر راتلونکو څو کلونو پورې له وارداتي برېښنا بې‌نیازه شي.

نوموړي د هېواد طبیعي منابعو ته په اشاره وویل، افغانستان د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري، لکه د کنړ اوبو سرچینې، د جنوبي سیمو لمریزه انرژي، او د لوېدیځو ولایتونو لکه هرات او نیمروز قوي بادونه.

خو له بلې خوا، خپلواکو کارپوهانو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو د دغو څرګندونو د عملي کېدو په اړه شکونه څرګند کړي، ځکه چې طالبان نه کوم روڼ اقتصادي نقشه لري او نه هم مشخص تخنیکي او مالي تضمینونه وړاندې کوي.

په همدې مراسمو کې، د برشنا شرکت عمومي اجرایي رییس ډاکتر عبدالباري عمر وویل چې د پارنده برېښنا بند پروژه چې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې وه، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې بیا کار پیل کړ او اوس بشپړه شوې ده. هغه د پخوانیو حکومتونو د ناکامۍ علت فساد وباله او ویې ویل چې طالبان اوس غواړي د باد او سکرو په وسیله برېښنا تولید کړي.

همداراز، د طالبانو لخوا ټاکل شوي د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان خلک «متحد» شوي او له سیاسي ډلبندیو خلاص شوي دي. هغه ژمنه وکړه چې په پنجشیر کې به د انرژۍ په ګډون زیربنايي خدمتونه پراخ شي.

سره له دې چې د انرژۍ برخې کارپوهانو په تېرو کلونو کې هم د داخلي برېښنا د تولید پر پانګونې ټینګار کړی، خو د شفافیت نشتوالي، د دوامداره مالي سرچینو کمښت، او د معتبر تخنیکي بنسټونو نه‌شتون، د دې ډول پروژو راتلونکی لا هم له پوښښ پرته پرېښی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button