د ملګرو ملتونو شورا د غزې د بیا رغاونې د څارنې پریکړه منظوره کړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه نوې پرېکړه لیک تصویب کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ ورسره و. دا پرېکړه لیک د «سولې شورا» په نامه یوه نوې اداره رامنځته کوي څو د غزې د بیا ودانۍ بهیر ته څارنه وکړي. له پنځلسو غړو څخه دیارلسو یې مثبت رایې ورکړې، خو روسیې او چین بې طرفه پاتې شوې.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د سولې شورا به تر هغه فعاله پاتې شي څو چې د فلسطین د خودګردان ادارې اصلاحات بشپړ شي. همداراز ټینګار شوی چې دا اصلاحات او اساسي بدلونونه کولی شي د فلسطینیانو د خپل برخلیک ټاکلو او خپلواک دولت جوړولو له پخواني ارمان سره مرسته وکړي.
دغه پرېکړه د عاجلو مرستو د وړاندې کولو غوښتنه هم کوي، خو ټینګار کوي چې دا مرستې باید یوازې د سولهییزو موخو لپاره وکارول شي. په دې موخه، د سولې شورا او اړوند هېوادونه کولای شي نړیوال صلاحیت لرونکي ادارې جوړې کړي ترڅو د انتقالې پړاو اداره پر مخ یوسي. دا ادارې به د رضاکارانه مرستو او ملاتړي سازمانونو له لارې تمویلېږي.
د پرېکړه لیک له مخې، نړیوال بانک او نور مالي بنسټونه باید یو نوی صندوق جوړ کړي ترڅو د غزې د بیا رغاونې بهیر ملاتړ وکړي. همداراز، په پرېکړه کې د یو موقتي نړیوال ځواک «ثبات ځواک» د جوړېدو غوښتنه شوې چې د مصر او د اسراییلي رژیم په همغږۍ او ګډ قومانده به فعالیت کوي.
د ثبات ځواک دنده به د غزې بشپړه بې وسلې کول، د فلسطینی ملکیانو ساتنه، د ځایي پولیسو روزنه او د بشردوستانه لارښودو پرانیستل وي.
له دې سره سم، د پرېکړه لیک پر بنسټ، د اسراییل پوځ به د یوې مشخصې مهالویش له مخې او د متقابل توافق له سره، له غزې سیمې څخه شا شي. همداراز، له ټولو دولتونو، نړیوالو بنسټونو او بشري سازمانونو غوښتنه شوې چې د دې بهیر مالي، تخنیکي او انساني ملاتړ وکړي.
دا پرېکړه دا هم ایجابوي چې د سولې شورا به هر شپږ میاشتې وروسته د خپلې پرمختیا راپور د امنیت شورا ته وړاندې کوي. ټاکل شوې چې د سولې شورا، او همداراز نړیوالې امنیتي او ملکي ادارې، به د ۲۰۲۷ کال تر پایه پورې خپلې چارې پای ته ورسوي.
په داسې حال کې چې د اسراییل پرلهپسې بریدونو د غزې خلکو ته بشري او ودانیزې لویې ویجاړۍ راوړي، اساسي پوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه به وتوانېږي که نه چې د فلسطینیانو لپاره یو امن او باثباته چاپېریال برابر کړي؟ بلخوا، د طالبانو اداره چې پخپله د بشري حقونو پر تکراري سرغړونو او د سیاسي مشروعیت پر نشتوالي متهمه ده، د دغو تحولاتو په اړه چوپه خوله پاتې ده، حال دا چې میلیونونه افغانان کلونهکلونه له ورته جګړو، ویجاړو او بېکورهتوب سره مخ دي.




