سياستمهم خبرونه

په کابل کې د نشه‌يي توکو پر ضد د دوحې بهیر څلورمه ناسته ترسره شوه

د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې د کاري ډلې څلورمه ناسته، چې د «دوحې بهیر» په نوم یادیږي، د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې ترسره شوه. د طالبانو د ادارې په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان په کچه د مصنوعي نشه‌يي موادو د زیاتېدو پر اندېښنو تمرکز شوی و.

حافظ ضیا احمد، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ناستې ګډونوالو د مصنوعي نشه‌يي موادو د پراختیا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د ده په وینا، د طالبانو اداره ادعا کوي چې ډېری دا مواد له افغانستان بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیئت (یوناما) استازي، له ملګرو ملتونو سره تړلې ادارې، نړیوالې او سیمه‌يیزې موسسې، د اروپایي اتحادیې استازي، د اسلامي همکارۍ سازمان، همدارنګه سفیران، دیپلوماتان او کارپوهان د حضوري او آنلاین ګډون له لارې برخه وال و. د غونډې کوربه‌توب یوناما ترسره ګاوه.

طالبانو په دې ناسته کې یو ځل بیا ادعا وکړه چې د افغانستان دننه د نشه‌يي بوټو کرنه یې نږدې له منځه وړې ده؛ یوه ادعا چې مخکې هم شوې وه، خو د هغې د پایلو په اړه شفاف جزییات او خپلواکې راپورونه، په ځانګړي ډول د بزګرانو د معیشت وضعیت او د دې بهیر د دوام په اړه، تر اوسه پراخ نه دي خپاره شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د ځینو هېوادونو او سازمانونو استازو د همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید بزګرانو ته بدیلې اقتصادي لارې چارې برابرې شي؛ دا موضوع که عملي پروګرامونه او روښانه ځوابونه ونلري، نو لا هم د طالبانو د نشه‌يي توکو پر ضد د پالیسۍ له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button