اقتصاد

طالبان د کابل–ننګرهار دوهم سړک د کار د پرمختګ خبر ورکړ

د طالبانو د عامه ګټو وزارت ویاند اعلان کړی چې د کابل–ننګرهار دوهم سړک د جوړېدو چارې په دوو برخو وېشل شوې او په یو وخت د کابل او ننګرهار ولایتونو له لوري پیل شوې دي. د هغه په وینا، دا پروژه د هېواد ختیځ کې له مهمو بنسټیزو طرحو څخه ده.

محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې د دې سړک ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره دی. د هغه په خبره، تر دې دمه ۶۵ کیلومتره بشپړ شوي او د پاتې ۸۳ کیلومتره جوړونې چارې په دوو برخو کې روانې دي.

هغه زیاته کړه چې تمه ده د پروژې په درېیمه برخه کې هم ژر عملي کار پیل شي. خو تر اوسه د پروژې د بشپړېدو د دقیق وخت، ځانګړې شوې بودیجې او د تطبیقوونکو شرکتونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د کابل–ننګرهار سړک د هېواد له مهمو ټرانزیټي او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي چې کابل د ننګرهار ولایت او د تورخم له پوله سره نښلوي. د دغو سیمو اوسېدونکو پخوا هم د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو د چټکتیا او شفافیت غوښتنه کړې وه، ځکه د دې سړک بشپړېدل کولی شي د ترافيکي پېښو په کمېدو او د تګ راتګ په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button