یونيسف د افغانستان له ۲۵ زره زیاتې کورنۍ د نغدو مرستو له برنامې ملاتړ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلی چې د «مور او ماشوم د نغدو مرستو» برنامه په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۵ زره زیاتې کورنۍ په افغانستان کې ملاتړ کړې ده. دا برنامه د هغو کورنیو د روغتیا او تغذیې د حالت د ښه والي په موخه عملي کېږي چې له اقتصادي پلوه زیانمنې دي.
تاجالدین اویوالی، د یونيسف استازي، د دوشنبې په ورځ د دلوې په شپږمه نېټه په اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه کې لیکلي چې دغه برنامه کورنیو ته نغدې مرستې برابروي، څو وکولای شي د روغتیا، تغذیې او د میندو او ماشومانو د ساتنې اړینې اړتیاوې پوره کړي.
د هغه په وینا، د دې برنامې اصلي تمرکز پر وقایوي او لومړنیو روغتیایي پاملرنو دی، څو کورنۍ وکولای شي د میندو او ماشومانو پاملرنه په خپلواکه توګه ترسره کړي او له بیړنیو مرستو خپل تړاو کم کړي.
دغه برنامه په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان ډېری کورنۍ چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د پراخ فقر او اقتصادي بحران له امله، منظم ډول کافي خوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او د ژوند بنسټیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري؛ هغه وضعیت چې د جګپوړو بشري بنسټونو اندېښنه یې راپارولې ده.
یونيسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې، چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ دا شمېر د هېواد د روان بشري بحران د دوام څرګندونه کوي.




