ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګرو ملتونو: له پاکستانه راستانه شوي کډوال له کمکونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د ژمي په درشل کې د افغانستان د بیړنیو مرستو د منابعو ظرفیت مخ پر ختمېدو دی، پداسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنیدنه په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ، د عقرب میاشتې ۲۱مه نېټه، په ایکس (مخکېنی ټویټر) کې په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستنېږي. په ورته مهال، له دغو راستنېدونکو سره د بشري مرستو لړۍ دوام لري، خو موجود منابع په چټکۍ سره لګیږي.

د دې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې تر دې دمه، نږدې ۳۲۰ زره راستنېدونکي کډوال له بیړنیو خدمتونو برخمن شوي دي. یوازې د نوومبر په میاشت کې، شاوخوا ۷۵ زره کسانو د ملاتړ بسته‌جات تر لاسه کړي دي.

دې مرستې عموماً نغدي پیسې او ملاتړ کوونکي خدمات لکه رواني مشورې او ټولنیز حفاظتي رهنمایي رانغاړي. سره له دې، دا اداره ټینګار کوي چې موجودې مرستې د بېرته ستنو شوو کډوالو د زیاتو اړتیاوو لپاره بسیا نه دي، او نړیوالې ټولنې څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت نشي کولای د راستنېدونکو کډوالو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، له همدې امله پر بشري مرستندویه ادارو فشار زیات شوی دی. دا وضعیت په ژمي کې د یوې نوې بشري بحراني د رامنځ ته کېدو احتمال زیات کړی، چې نړیوالې ټولنې ته د عاجلې پاملرنې اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button