مهم خبرونهنړیوال

ګوټریش: د ملګرو ملتونو منشور د نړيوال نظم ستنه ده

انتونیو ګوټریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ټینګار کړی چې د دې سازمان منشور د نړیوالو اړیکو بنسټ او د سولې، دوامدار پرمختګ او د بشري حقونو د ساتنې ستنه ده. نوموړي د چارشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۱مه، په ټولنیز شبکه اېکس کې په یو پیغام کې لیکلي چې د نړیوالو قوانینو شعوري سرغړونه د مشرانو له لوري او د مقرراتو انتخابي پلي کول، په مستقیم ډول نړیوال نظم کمزوری کوي او یو «خطرناک» نمونه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې کله لږ شمېر کسان یا ډلې وتوانېږي نړیوال روایتونه بدل کړي، د انتخاباتو پر پایلو اغېزه وکړي یا د عامه بحثونو چوکاټ پر خلکو وتپي، نړېواله ټولنه د نابرابرۍ، د بنسټونو د فساد او د ګډو ارزښتونو د کمزورۍ سره مخ کېږي.

ګوټریش، بې له دې چې د کوم ځانګړي هېواد یا لوبغاړي نوم واخلي، د نړۍ د مشرانو پر مسئولیت ټینګار کړی چې د منل شويو نړیوالو اصولو پيروي وکړي، او ویلي یې دي چې د دغو مقرراتو درناوی د هېوادونو ترمنځ د باور، ثبات او همکارۍ بنسټیز شرط دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button