اقتصادمهم خبرونه

په بغلان کې د کرکر له کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه ډبروسکاره ایستل کېږي

د شمالي ډبروسکارو دولتي شرکت مسوولینو ویلي چې دا مهال د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د کرکر له کان څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ټنه ډبروسکاره راایستل کېږي او بازار ته وړل کېږي.

د دغه مسوولینو په وینا، د شرکت د څلورو لويو کانونو د استخراج بهیر دوام لري او نږدې ۴۰۰ کسان په دغو کانونو کې په مستقیم ډول بوخت دي. هغوی ټینګار کړی چې د ډبروسکارو د تولید د زیاتوالي هڅې هم روانې دي.

د شرکت چارواکو زیاته کړې چې د ډبروسکارو کانونه د پلخمري، تاله‌وبرفک او نهرین په ولسوالیو کې د بغلان د مهمو طبیعي سرچینو له ډلې شمېرل کېږي او کولای شي د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

خو اقتصادي کارپوهان بیا ټینګار کوي چې د طبیعي زېرمو دوامدارې ګټې اخیستنې لپاره شفاف مدیریت، معیاري پانګونه او د کارګرانو پر حقونو پاملرنه اړینه ده—هغه موضوعات چې د طالبانو تر واک لاندې شرایطو کې له جدي ننګونو سره مخ ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button