سياست

د بريتانيې استازي د طالبانو د سفير سره په اسلام‌اباد کې ليدنه وکړه

ريچارد لینزي، د افغانستان لپاره د بريتانيې ځانګړي استازي، د خپل سفر پر مهال اسلام‌اباد ته د طالبانو ادارې له سفير سردار احمد شکيب سره ليدنه کړې ده.

دغه ليدنه د سه‌شنبې په ورځ، د مرغومي په ۳۰مه ترسره شوې او د ښاغلي لینزي په وينا، د خبرو اترو اصلي موضوع د سيمې د امنيت مسايل او د طالبانو د ادارې د پاليسيو اغېزې د افغانستان پر ښځو او نجونو وې.

د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنيز ګډون د پراخو محدوديتونو موضوع د نړيوالې ټولنې له جدي اندېښنو څخه شمېرل کېږي؛ هغه پاليسۍ چې په تېرو درېو کلونو کې څو ځله د نړيوالو بنسټونو او د بشري حقونو د مدافع ډلو له سختو نيوکو سره مخ شوې دي.

دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره، سره له دې چې د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت هڅې کوي، خو لا هم د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د کارنامې له امله د هېڅ هېواد له‌خوا په رسميت نه ده پېژندل شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button