سياستمهم خبرونه

په کابل کې د طالبانو د ادارې د ملاتړ او يووالي په محور ولسي ناسته جوړه شوه

په کابل کې د کوهدامن د اوو ولسواليو د استازو په ګډون يوه ولسي ناسته ترسره شوه چې د جوړونکو په وينا موخه يې د ټولنيز يووالي ټينګار او د طالبانو د ادارې ملاتړ اعلان و. په دې ناسته کې د سيمه‌ييزو او امنيتي چارواکو ويناوې وکړې او د سياسي او ټولنيز يووالي پر اهميت يې ټينګار وکړ.

د کابل والي، امين‌الله عبيد، په دې ناسته کې وويل چې د طالبانو د ادارې چارواکو تر منځ هېڅ اختلاف نشته او ټول د واحدې مشرتابه تر چتر لاندې فعاليت کوي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د “اوسني نظام د ساتنې” لپاره هڅې وکړي او ادعا يې وکړه چې پر طالبانو نيوکې د “مغرضو کړيو د تبليغاتو” پايله ده.

د پروان والي، محمد ادريس انوري، هم وويل چې يووالی بايد پر ديني باورونو ولاړ وي او دا نظام اسلامي بولي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دننه منتقدان او بشري حقونو بنسټونه بارها د مدني ازاديو د پراخو محدوديتونو، د ښځو د عامه ژوند څخه د حذف او د سياسي مشارکت د ميکانيزمونو د نشتون له امله پر طالبانو نيوکې کړې دي.

په دوام کې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت معين ادعا وکړه چې لوېديځ هېوادونه پخوا او اوس د افغانستان د قومي او سيمه‌ييزو اختلافاتو د ژورتيا هڅې کوي او د طالبانو پر ضد تبليغاتو ته بوديجه ځانګړې کوي. نوموړي، بې له دې چې د باور وړ جزئيات وړاندې کړي، ادعا وکړه چې د “امنیتي حالت د مسخه کولو” لپاره ډېرې پيسې لګول کېږي.

د پروان د ولايت د وياند په وينا، د ناستې په پای کې د کوهدامن څو سترې کورنۍ چې په تېرو شلو کالونو کې يې خپلمنځي دښمنۍ لرلې، د ديني عالمانو او د پروان او کابل د ولسواليو د چارواکو په منځګړيتوب سره سره جوړې شوې. که څه هم دغه محلي روغې جوړې د ټولنيزو تاوتريخوالو د کمېدو لامل کېدای شي، خو کارپوهان ټينګار کوي چې دايمي سوله يوازې د عدالت، روڼتيا او د ټولو افغانستاني وګړو د حقونو د تضمين له لارې ترلاسه کېدای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button