امريکا د قطر له العُدید پوځي اډې څخه ځينې سرتېري وايستل

د قطر دولت نن چهارشنبه، د مرغومي په ۲۴مه په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې امريکا د العُدید پوځي اډې يو شمېر کارکوونکي خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا پرېکړه د سيمهييزو تاوتريخوالو له امله او د سرتېرو د خونديتوب د ډاډ لپاره شوې ده.
تر دې وړاندې د رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی و، چې امريکا پلان لري له منځني ختيځ ځينو پوځي اډو څخه خپل ځينې پوځيان وباسي.
دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د ايران چارواکو خبرداری ورکړی و، که واشنګټن بريد وکړي، د امريکا پوځي اډې به په سيمه کې د تهران د بريدونو هدف وي.
العُدید اډه د امريکا له مهمو پوځي مرکزونو څخه ده چې په منځني ختيځ کې اساسي رول لري.
سرچينو ټينګار کړی چې د پرسونل کمښت د اډې د تړل کېدو يا د فعاليتونو د درولو معنا نه لري او عمليات به دوام ولري.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی او د سيمې د شخړو د پراخېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.




