اقتصادمهم خبرونه

د شرکتونو د بانکي حسابونو د بندولو نوې تګلاره اعلان شوه

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي چې د نوې پرېکړې له مخې به له دې وروسته د هغو شرکتونو بانکي حسابونه چې مالیاتي پورونه لري، په بشپړه توګه نه بندېږي. دا پرېکړه په هغه غونډه کې شوې چې په مرمري ماڼۍ کې جوړه شوې وه. د دې ادارې په وینا، د دې بدلون هدف د شرکتونو د سوداګریزو فعالیتونو له ګډوډۍ مخنیوی او د عادي اقتصادي بهیر دوام بلل شوی دی. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ماليې وزارت به د شرکتونو د ټولو بانکي حسابونو د بندولو غوښتنې پر ځای، یوازې د پاتې مالیې اړوند معلومات د افغانستان بانک ته واستوي. د دې میکانېزم له مخې، افغانستان بانک به یوازې د مالیاتي پور ځانګړې اندازه په اړوند حساب کې کنګل کړي، تر څو شرکتونه وکولای شي خپلې نورې مالي او سوداګریزې چارې بې‌ځنډه پر مخ یوسي. دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې ډېری اوسېدونکي او اقتصادي فعالان د طالبانو د ادارې مالیاتي تګلارې د شفافیت او د کاروباري چاپېریال پر اغېز انتقاد کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button