د عامې روغتيا وزير د خصوصي سکتور په ونډې ټينګار وکړ

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزير وايي چې د هېواد د روغتيايي نظام په پياوړتيا کې خصوصي سکتور مهم او بشپړ کوونکی رول لري او پرته له همغږۍ او څارنې، د معیاري خدماتو وړاندې کول ناشوني دي.
مولوي نورجلال جلالي دغه څرګندونې هغه مهال وکړې چې د عامې روغتيا وزارت د څارنې د پايلو راپور له د خصوصي سکتور له استازو سره شريک کړ. نوموړي وويل، روغتيايي خدمتونه بايد د منل شويو معيارونو پر بنسټ او د اړوندو رياستونو په بشپړه همغږۍ سره وړاندې شي.
د ده په وينا، خصوصي سکتور بايد طبابت له سوداګرۍ څخه جلا وساتي او اصلي موخه يې د هېواد د اوسېدونکو روغتيا وي، نه يوازې ګټه اخيستنه.
د عامې روغتيا وزير همدارنګه له خصوصي روغتيايي بنسټونو وغوښتل چې د کورنیو توليداتو او شته امکاناتو له کارولو سره د روغتيايي خدماتو کيفيت لا ښه کړي او د خلکو د معیاري خدماتو لاسرسی زيات کړي.




