د پاکستان بريدونه پر پکتيا؛ د تلفاتو کره شمېر لا روښانه نه دی

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډيو تلويزيون راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه، د پاکستاني پوځ ځواکونو تېره شپه د پکتيا ولايت د سمکني ولسوالۍ په ځينو برخو بريد کړی دی. د دغه راپور له مخې، په دې بريدونو کې د ملکی کورونه هم په نښه شوي دي.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو او مالي زيانونو په تړاو کره جزئيات نه دي خپاره شوي، او خپلواکو سرچينو هم دا پېښه نه ده تأييد يا رد کړې. د کره معلوماتو نشتون يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې د امنيتي وضعيت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
د طالبانو اداره ادعا کوي چې د پاکستان په بريدونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټولټال ۱۱۰ ملکی کسان وژل شوي دي. له بلې خوا، د پاکستان چارواکو ويلي چې دوی له ۴۳۰ زيات د طالبانو جنګیالي له منځه وړي دي.
خو د طالبانو اداره يوازې د خپلو ۲۸ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی. د دواړو لورو د وړاندې شويو شمېرو ترمنځ دا ستر توپير، د شفافيت نشتوالی او د آزادو رسنيو محدود لاسرسی د جګړې له سيمو څخه څرګندوي؛ هغه موضوع چې تل د سيمې د اوسېدونکو د واقعي تلفاتو او زيانونو د څرنګوالي د روښانه کېدو مخه نيسي.




