اتریش یو بل افغان پناه غوښتونکی کابل ته واستاوه

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) یې یو افغان پناه غوښتونکی چې د مخدره موادو د پلور سره تړلي جرم کې محکوم شوی و، کابل ته اخراج کړی دی. دغه کس چې د وینا ښار پولیسو پېژندلی او نیولی و، د هماغې ورځې سهار د استانبول له لارې کابل ته ولېږدول شو.
د اتریش لومړي وزیر د خپل هېواد د قوانینو د نقض په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «هر هغه څوک چې زموږ قوانین تر پښو لاندې کړي، باید زموږ له خاورې ووځي.» دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د اتریش چارواکو ویلي، دوی د «غیرقانوني او مجرمو» پناه غوښتونکو د اخراج بهیر سخت کړی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر، گرهارد کارنر، ویلي چې له افغانستان او سوریې څخه د پناه غوښتونکو د بیرته استولو لپاره ورته نور پلانونه هم ترتیبېږي. دا په داسې حال کې ده چې اتریش مخکې، د میزان په وروستیو کې، یو افغان پناه غوښتونکی چې په جنسي تېري او شدید تاوتریخوالي محکوم شوی و، کابل ته استولی و؛ دا لومړی ځل و چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، داسې اخراج تر سره کېده.
ددې تازه اقدام په اړه بېلابېلې غبرګونونه ښودل شوي؛ د اتریش د خلکو ګوند له دې پریکړې ملاتړ کړی، خو د ازادۍ ګوند دا یو نمایش او تبلیغاتي اقدام بللی دی. د یاد ګوند مشر، مایکل شندلتیس، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پناه غوښتنې د دوسیو پراخ منل د اتریش د حکومت «سیاسي ورشکستګي» ښیي.
سره له دې چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د ستنېدو خطرونه روښانه دي، له اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو اخراج شدت موندلی. یوازې د روان کال په نهو لومړیو میاشتو کې، د افغانستان له وګړو څخه په اتریش کې له څلورو زرو زیاتې د پناه غوښتنې عریضې منل شوي دي، چې د منلو کچه تر ۷۰ سلنه زیاته رسېږي.
د افغانستان ته د زورور اخراج مخالفین خبرداری ورکوي چې داسې هیواد ته د خلکو استول چې له امنیتي بحران او د طالبانو له ولکې لاندې دی، د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.




