ملګرو ملتونو د افغانستان د ۲۰۲۶ بشري اړتیاوو او ځواب پلان خپور کړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او ځواب پلان خپور کړ. دغه پلان ښيي چې په افغانستان کې بشري کړکېچ لا هم په ډېر اندېښمن وضعیت کې پاتې دی.
د پلان له مخې اټکل کېږي چې نږدې نیمايي د افغانستان اوسېدونکي به په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو اړتیا ولري. دا وضعیت افغانستان د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو ساتي.
اوچا د دې پروګرام هدف د انساني ژوند ژغورنه او د ټول هېواد د زیانمنو ټولنو ملاتړ بللی، او له نړېوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د مالي سرچینو د برابرولو او د مرستو د دوام لپاره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، د مرستندویو بنسټونو څو څو ځله خبرداری ورکړی چې د طالبانو ادارې بندیزونه او تګلارې، په ځانګړي ډول په ټولنیزو او کاري برخو کې، د مرستو د لاسرسي بهیر او د بېوزلو قشرونو د مؤثر ملاتړ مخه نیسي او د افغانستان پر خلکو فشار زیات کړی دی.




