ایران د جګړې له پیل راهیسې خپله تر ټولو ستره پوځي حمله کړې ده

یو باوري سرچینې د فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، د ایران تېر ماښام پوځي عملیات د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو پراخه او سخته حمله وه چې د امریکا او اسراییلو اړوندو اهدافو ته شوې ده. د دې سرچینې په وینا، په دې عملیاتو کې له پرمختللو او ستراتیژیکو وسلو څخه استفاده شوې ده.
دغه سرچینه ادعا کوي چې دا لومړی ځل دی چې ډېر شمېر درانه سرجنگي لرونکي لرې واټن ویشتونکي توغندي په دغو بریدونو کې کارول شوي دي. د ده په وینا، دغه توغندي د نږدې ۱۴ ماخ په سرعت د ټاکل شویو اهدافو پر لور وېشتل شوي دي.
د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې کارول شوې ټکنالوژي داسې وه چې دفاعي سیستمونه یې په مخنیوي نه دي توانېدلي او ټول مهمات خپلو اهدافو ته رسېدلي دي. سره له دې، د بېطرفو سرچینو لهخوا د تلفاتو یا تاوان د کچې په اړه خپلواکې جزییات نه دي خپاره شوي.
سرچینې همدارنګه ادعا کړې چې د دې عملیاتو په نتیجه کې د «العدیری» په نوم هغه هلیکوپټري اډه چې د امریکایي ځواکونو پورې تړلې ده، په بشپړ ډول له منځه تللې ده. ده دغه پېښه ستراتیژیکه بللې او ويلي یې دي چې د زیان اندازه د لومړنیو اټکلونو څخه څو برابره ډېره ده.
تر د دې راپور د خپرېدو دمه، د امریکا او اسراییلو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.




