د تاپي پروژې ۸۷ کيلومتره لاره تر هراته چمتو شوې ده

د طالبانو د ادارې د امارتي شرکتونو ریاست اعلان کړی چې د تاپي د ګازو د لېږد پروژې له ټولې ۱۵۳ کيلومتره لارې څخه ۸۷ کيلومتره يې تر هرات ښار پورې چمتو شوې ده.
د دغه رياست مشر احمدجان بلال ويلي، کله چې پروژه عملي ډول تر هراته ورسېږي، د ګاز وېش به په لومړي پړاو کې د صنعتي پارکونو او د برېښنا توليد پروژو ته پيل شي او وروسته به عادي اوسېدونکو ته هم د استفادې په واک ورکړل شي.
په همدې مهال، د برشنا شرکت مسؤلين ويلي چې له ترکمنستان سره د ګاز د وروستي قيمت د ټاکلو خبرې روانې دي او کله چې دا موضوع روښانه شي، د ګاز سټېشنونو جوړولو او د برېښنا توليد عملي چارې به پلان شي.
د تاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د سيمې له لويو اقتصادي طرحو څخه ده. خو سره له دې چې د طالبانو اداره پرلهپسې ژمنې ورکړې، د دې پروژې عملي پرمختګ په وروستيو کلونو کې ورو روان دی او لا هم د شفافيت، عملي ظرفيت او د افغانانو د واقعي ګټو د تأمين په اړه اندېښنې شته.




