ټولنه‌یزمهم خبرونه

د خيبرپښتونخوا زده‌کوونکي: د سرحدونو تړل کېدو موږ په کابل کې بند کړي يو

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت يو شمېر زده‌کوونکي چې په کابل کې په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي، وايي له ازموينو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځمکني تګلوري د تړل کېدو له امله نه شي کولی خپلو کورونو ته ستانه شي او په کابل کې بند پاتې دي.

د دغو زده‌کوونکو په وينا، د دې حالت دوام د دوی له جدي اقتصادي ستونزو او ذهني فشارونو سره مخ کړی دی. دوی ټينګار کوي چې د هوايي سفر لګښت ډېری زده‌کوونکي نه شي پرې کولی او د لارو بندښت د دوی کورنۍ او د زده‌کړو راتلونکی جدي اغېزمن کړی دی.

زده‌کوونکي له د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره ځمکنۍ لارې بيا پرانيزي يا د زده‌کوونکو د تګ راتګ لپاره عملي حللارې برابرې کړي. دوی خبرداری ورکوي چې د دغو محدوديتونو دوام کېدای شي د تحصيل پرېښودو يا د زده‌کړې بهير ته د جدي زيان لامل شي.

بل لور ته، يو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په پاکستاني پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي هم وايي، د سفر محدوديتونو د دوی زده‌کړې او درسي پروګرامونه ګډوډ کړي دي؛ يوه موضوع چې ښيي د لارو تړل دوطرفه اغېزې لري او د دواړو هېوادونو د زده‌کوونکو د زده‌کړې حق ته مستقيم زيان رسوي.

پخوا افتخار حسين، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر په خيبرپښتونخوا کې ويلي و، چې له درې زره زيات د دې ايالت زده‌کوونکي په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي. هغه له د پاکستان له حکومته غوښتی و چې د زده‌کوونکو د ستنېدو لپاره ځانګړې الوتنې تنظيم کړي او سياسي اختلافات او سخت‌دريځ پاليسۍ پرېږدي.

د خيبرپښتونخوا ايالتي مجلس هم له دې وړاندې يوه پرېکړه ليک تائيد کړی و چې د افغانستان په خاورې کې بند پاتې زده‌کوونکو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي. خو د لارو د دوامدار بندښت، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې د طالبانو تر اداره لاندې دي، نيوکې راپورته کړې او دا پوښتنه يې راولاړه کړې چې ولې مسؤلين، د طالبانو اداره په ګډون، د تګ راتګ او زده‌کړې د حق د تضمين لپاره اغېزناک، شفاف او همغږي اقدامات نه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button