د جنوبي یمن د انتقالي شورا چارواکي د سعودي ائتلاف برید تجاوز وباله

د یمن د وروستیو پېښو په اړه، د دغه هېواد د جنوبي انتقالي شورا مرستیال مشر چې د اماراتو ملاتړ لري، د سعودي ائتلاف نننی برید په حضرموت ولایت «تجاوز» وباله او ویې ویل چې دا برید د ملکي سیمو پر ضد ترسره شوی دی.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، هاني بن بریک وویل چې سعودي عربستان رسمي ډول د حضرموت ولایت او د هغه ملکي بندر المکلا باندې برید کړی او دا اقدام یې د هغه په وینا د بې بنسټه پلمو په واسطه توجیه کړی دی. د المکلا بندر د یمن په جنوبي سیمو کې له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې نن سهار د سعودي ائتلاف د حضرموت ولایت په المکلا بندر برید وکړ؛ هغه سیمه چې د ځايي سرچینو په وینا، د اماراتو پلوي ځواکونو د استقرار ځای دی.
په همدې مهال، رشاد العلیمي، چې د سعودي عربستان له خوا ملاتړ کېدونکی د یمن د خپلسرې ولسمشرۍ شورا مشر دی، د امارات پر ضد تند غبرګون وښود او د دغه هېواد رول یې د یمن په کورنیو چارو کې «فتنهانګېز» وباله. هغه د امارات سره د ګډ دفاعي تړون د لغو کېدو اعلان وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د امارات ټول ځواکونه دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له یمن څخه ووځي.
العلیمي همدارنګه په ټول یمن کې د ۹۰ ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ او ویې ویل چې بندرونه او تګلارې به د ۷۲ ساعتونو لپاره تړل کېږي. د ده په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو ته امر شوی چې د حضرموت او المهره ولایتونو په نظامي مرکزونو د کنټرول اخیستلو لپاره اقدام وکړي.




